د امریکا د کانګرس پلاوي اوکراین ډموکراسۍ لپاره اصلاحاتو ته وهڅاوه

د امریکا د کانګرس پلاوی په پلازمېنه کییف کې

د امریکا د کانګرس پلاوی په پلازمېنه کییف کې دی. د ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دغهَ ګډ پلاوي د اوکراین حکومت وهڅاوه چې د ډموکراسۍ لپاره اصلاحاتو ته ادامه ورکړي او دې پلاوي د روسیې د تېرې پر وړاندې له اوکراین سره خپل پیوستون څرګند کړ.

د دې پلاوي مشرې- سناتورې جین شاهین پرون په ټویټر کې ولیکل چې د اوکراین له خوا د اصلاحاتو د ادامې تضمین د ډموکراسۍ لپاره، د دوه اړخیزې همکارۍ لپاره او د روسیي د تیري د مخنیوي لپاره ضروري دی.

وروسته تر دې چې په دوه زره څوارلسم کال کې روسیې په زوره کریمیا ټاپو وزمه له اوکراینه وګرځوله او له خپلې خاورې سره یې یوځای کړه، د امریکا متحدایالاتونه هرکال نژدې پنځه میلیارډه ډالر اقتصادي، بشري او پوځي مرستې له کییف سره کوي.