جلال اباد کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي

ارشیف، د جلال اباد د یوې چاودنې عکس، دا عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، چاودنه نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۲مه) سهار شااوخوا لس بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بارګېنو سیمه کې د درېیمې لوا سره د ملي امنیت اړوند «۰۲قعطې» پر ځواکونو شوې چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د یوه نظامي په ګډون ۱۰ نور ټپیان دي.

بل لور ته د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایي چې د پېښې له ځایه ورته د دوو تنو جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي چې ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

دوی په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه هم تراوسه کوم چا د یادې پېښې مسوولیت منلی دی.