"بېنسودا دې د افغان خبریالانو د وژنو د قضیو په اړه څېړنه وکړي"

د جرمونو د نړیوالې محکمې لویه څارنواله فاتو بېنسودا

د بې پولې خبریالانو ټولنې د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال فاتو بېنسودا وغوښتل چې د ۲۰۲۰ له مارچ را په دې خوا د افغان خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د وژنو د قضیو په اړه څېړنه وکړي.

د بې پولې خبریالانو ویلي چې له یادې مودې را په دې خوا ۱۱ افغان خبریالان وژل شوي او د انعکاس راډیو – ټلوېزیون درې خبریالانې وروستۍ قربانیانې وې چې د ماچ په دوهمه په جلال اباد کې ووژل شوې.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په غور کې د بسم الله عادل، په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي، ملالۍ میوند او رحمت الله نېکزاد نومونه او د وژل کېدو نېټې هم یادې کړي دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، دا ټول د خپل کار او مسلک په خاطر وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو د نړۍ د مطبوعاتو د ازادي په انډیکس (شاخص) کې افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۲۲ ځای لري.