د روغتیا نړیوالې ادارې چینايي واکسین'سینوواک' تایید کړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د روغتیا نړیوالې ادارې د بېړنۍ استفادې لپاره د کرونا ضد یو بل چینايي واکسین تایید کړ.

سینوواک د کرونا ویروس پر ضد د چین دوهم واکسین دی چې د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري تاییدېږي.

د دغه چینايي واکسین تایید په بې وزلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسیناسیون ته لاره هواروي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د تایید معنا دا ده چې دا واکسین خوندي دی او خطر نه لري.

په وروستیو اوونیو کې په هند کې د کرونا وبا د زیاتې خپرېدا له کبله هند له خپل هېواده بهر ته د واکسین پر صادراتو بندیز ولګاوه او له دې کبله بې وزله هېوادونه د کوواکس واکسین له کموالي سره مخامخ شول.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د علمي سلاکارانو خپلواک پلاوي په یوه اعلامیه کې ویلي چې سینوواک واکسین تر ۱۸ کلونو د مشرانو لپاره تاییدوي او باید د دې واکسین دوهم ډوز له لومړي هغه دوې یا څلور اوونۍ وروسته ورکړل شي.