افغانستان: تېرو ۴ کلونو کې ۲۱ زره مټریک ټنه صادرات شوي

د افغانستان صادرات

د افغان حکومت د رسنیو مرکز وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د ۴۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سیمې او نړۍ هېوادونو په ځانګړي ډول چین، هندوستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې او اروپا ته د هوايي دهلېزونو له لارې ۲۱ زره مټریک ټنه صادرات شوي دي.

د دې مرکز له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي دي چې دا صادرات د ۱۸۰۰ هوايي پروازونو له لارې شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ په دې صادراتو کې وچه او تازه میوه، زعفران، اینجه، افغاني غالۍ او چلغوزي شامل وو.

په دې راپور کې راغلي چې یوازې په تېره مې میلادي میاشت کې د هوايي دهلېزونو له لارې بېلابېلو هېوادونو ته د ۱۲ عشاریه ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د حکومت د رسنیو د دې راپور پر بنسټ د ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې چې افغان حکومت د افغان تولیداتو د صادراتو لپاره هوايي دهلېزونه جوړ کړي دا هېواد يې په اقتصادي لحاظ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلولی دی.

په راپور کې راغلي، که څه هم په وروستیو کې کرونا ویروس د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه ګواښي، خو د ۲۰۲۰ میلادي کال پرتله د ۲۰۲۱ میلادي کال تر وروستۍ میاشتې د افغانستان محصولاتو ۲۸ سلنه وده کړې ده.

دغه راپور وايي چې د هوايي دهلیزونو پیاوړي کول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او د حکومت رهبري هڅه کوي چې دې برخه کې د افغان سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې حل او د افغانستان د اقتصادي ودې په هدف دوی ته لا غوره خدمتونه وړاندې کړي.