۴ نړیوال بنسټونه: د نړۍ رهبران دې د کرونا واکسین برابرولو کې مرسته وکړي

ارشیف، یو تن د کرونا ضد واکسین پر ځان پلی کوي.

د څلورو نړیوالو بنسټونو مشرانو له پرمختللو هېوادونو وغوښتل چې مخ پر ودې هېوادونو سره د کرونا واکسین په برابرولو کې مرسته وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندق او د سوداګرۍ نړیوال سازمان مشرانو پرون په ګډه د نړۍ له رهبرانو وغوښتل چې د میلیاردونه ډالرو په پانګونې د وبا مخه ونیسي.

دوی ویلي، د واکسین په برخه کې د پیاوړو او مخ پر ودې هېوادونو اوسنی توپیر کولای شي د کورونا ویروس نویو بڼو ته زمینه برابره کړي.

دې بنسټونو د جي ۷، یا د نړۍ له ۷ صنعتي هېوادونو هم وغوښتل چې د واکسین پر تولید ۵۰ میلیارده ډالر پانګه واچوي.

د دغو صنعتي هېوادونو مشران همدا میاشت بریتانیا کې غونډه لري.