کورنیو چارو وزارت:کابل کې غبرګو چاودنو ۱۰ ملکیان وژلي

ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې عکس

د کابل ښار په لویدیځه څنډه درېیمه ناحیه کې پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) ماښام دوو چاودنو لږ تر لږه لس ملکیان ووژل او ۱۲ نور یې ټپيان کړل.

دا خبره د پولیسو له خوا بېګا ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده او دا هم په کې راغلي چې د مرګ ژوبلې شمېر ممکن بدل شي.

لومړۍ چاودنه ماښام ۷ بجې د اهل بیت جومات مخې ته د ولسمشر د امنیتي او سیاسي چارو د سلاکار، محمد محقق کور ته څېرمه د لین پر یوه کاسټر موټر وشوه.

کابو ساعت وروسته بل کاسټر موټر چې د ښاري بس په ډول فعالیت کوي له ورته چاودنې سره مخ شو.

د دغو دوو چاودنو چې څرنګوالی یې تراوسه مشخص شوی نه دی، مسوولیت چا نه دی منلی.

له دې وړاندې هم د کابل ښار په دې سیمه کې چې تر ډېره هزاره توکمه په کې میشت دي ورته خونړۍ بریدونه شوي چې تر ټولو لوی هغه یې پر سید الشهدا ښونځي د نژدې یوې میاشتې مخکې برید و.