برېښنا شرکت: هڅه کوو د کابل قره باغ کې نړول شوې پایه جوړه کړو

ارشیف، د برېښنا یوه نړول شوې پایه

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، هڅه کوي چې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا نړول شوې پایه جوړه کړي.

د دغه شرکت په خبره، دغه پایه تېر ماښام د «رڼا» د دښمنانو له خوا نړول شوې چې ورسره په کابل او څو ولایتونو کې د برېښنا جریان پرې شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې د برېښنا پایو د نړولو او ویجاړولو پېښې زیاتې شوي دي.