یوناما او د بشري حقونو کمېسیون: روانه افغان جګړه دې بنده شي

ارشیف، د افغان جګړې یو تن ټپي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د روانې جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.

یوناما وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو په غیرمستقیمو حملو کې د تېرې اوونۍ په درېیو ورځو کې لږ تر لږه ۲۳ ملکیان وژل شوي دي.

دغې ادارې پرون په ټویټر کې لیکلي چې په کندهار، هلمند، ارزګان، سرپل، پروان او کاپیسا کې په دې موده کې یوازې د ۷ ثبت شوېو پېښو په نتیجه کې ۴۹ نور ملکیان ټپیان شوي دي.

یوناما وايي، د دوی له خوا د ملکیانو زیاته مرګ ژوبله، د تاوتریخوالي د کمولو بېړنۍ اړتیا په ډاګه کوي.

دغې ادارې له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره اضافي اقدامات وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د جګړې له ښکېل لوریو غوښتنه کړې چې د ماشومانو د ملاتړ او د هغوی د ژوند حق د خوندیتوب لپاره اوربند وکړ او جګړه ودروي.