کابل کې د جرمني سفارت: تېرکال د ملکي تلفاتو ۳۰ سلنه یې ماشومان وو

ارشیف، د کندهار په یوه چاودنه کې ټپي ماشوم

په کابل کې د جرمني سفارت وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۰میلادي کال د ملکي تلفاتو ۳۰ فیصده یې ماشومان وو.

دغه سفارت پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، دغه ورځ د ماشومانو د خوندیتوب او دفاع لپاره د پوهاوي په نیت لمانځل کېږي.

د جرمني سفارت وايي، ماشومان، د هېوادونو راتلونکي دي او په کار ده د دوی د راتلونکي خوندیتوب یقیني شي.

سفارت د یوې نظرپوښتنې جزییات هم خپاره کړي چې پر ښوونځیو له تازه حملو وروسته د ۱۱۴۰۰پوښتل شوېو کسانو له ډلې په سلو کې ۵۲ برخوالو ویلي، دوی په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ځانونه خوندي نه احساسوي.

تېره میلادي میاشت په لوګر کې د دوولسمو ټولګیو پر فارغانو او د کابل په دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا ښوونځي پر زده کوونکو خونړۍحملې شوې وې.