د سولې خبرې؛ افغان او طالب مرکچي پلاوو نوي پړاو ته چمتووالی ښودلی

ارشیف، په قطر کې طالب استازي

د جګړې تر اغېز لاندې د سولې خبرې، هغه خبرې چې افغان مرکچي پلاوی یې نوی پړاو بولي او دواړه لوري یې د پرمخ بېولو لپاره چمتووالی ښيي.

د دې خبرو د بیا ځلي پیل لپاره تمه ده چې د افغان مرکچي پلاوي یو شمېر غړي نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) دوحې ته ستانه شي.

د دې پلاوي دوو غړو ازادي راډیو سره خبرو کې دوحې ته د تلونکو کسانو شمېر ۴ تر ۸ تنه ښودلی دی.

په دې اړه نور: د سولې افغان مرکچي پلاوي ځینې غړي دوحې ته ځي

د افغان مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وايي، دوحې ته له رسېدو سره سم به، د دواړو لوریو ترمنځ د سولې نوي پړاو خبرې پیل شي: "نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي، د سولې خبرو د نوي پړاو د پیل په موخه دوحې ته ځي. مذاکرات به پیل شي. پاتې غړي او د پلاوي رییس به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې دوحې ته سفر وکړي."

په دوحه کې د سولې خبرې وروسته له دې پیکه شوې چې د امریکا جمهور رییس جو بایډن له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتو لړۍ د سېپټمبر تر ۱۱مې وغځوله.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون پر بنسټ، بهرني ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې افغانستان پرېږدي.

د دې خبر له اعلان وروسته، افغان مرکچي او طالب پلاویو یوازې په کوچني اختر کې سره وکتل او د خبرو په دوام یې هوکړه وکړه.

خو له کوچني اختر وروسته، دواړو لوري د خبرو مېز ته حاضر نه شول او پر یوه او بل یې د خبرو د ځنډولو تورونه هم ولګول.

خو اوس طالبان هم وايي، د سولې خبرو پرمخ بېولو ته چمتو دي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "دوی د سولې خبرو د دوام لپاره بشپړ چمتووالی لري."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

طالبان د سولې خبرو د دوام لپاره خپل چمتوالی داسې مهال اعلانوي چې وروستیو کې یې یو پلاوی هم پاکستان ته ولاړ او د سفر موخه یې هم د استانبول غونډې او د سولې خبرو د دوام په اړه له خپلو مشرانو سره مشورې وبللې.

دواړه لوري داسې مهال د سولې خبرو ته د چمتووالي خبره کوي چې په افغانستان کې جګړه هماغسې تېزه روانه ده او طالبانو موټر بم بریدونه هم پیل کړي دي.

پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۱مه) دې ډلې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ موټر برید وکړ.

د حکومتي چارواکو له قوله، په دې برید کې ۴ پولیس ووژل شول او ۸ پولیس او ۲۰ ولسي وګړي ټپیان شول، خو طالبان بیا د لسګونو پولیسو د مرګ‌‌ژوبلې خبره کوي.

د دې ترڅنګ هدفي وژنې هم د تېر په څېر روانې دي.

د سې‌شنبې په سهار د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې یو افسر عتیق الله خوستی د کابل په ۱۲مه ناحیه کې د موټر سایکل سپرو وسله‌والو له‌خوا په نښه او ووژل شول. دغه شان د غزني په دویمه ناحیه کې یو قومي مشر او د اوبو رسونې پخواني رییس محمد عظیم مسلم‌جار هم تېر مازدېګر په هدفي برید کې ووژل شو.

په دې اړه نور: غزني چارواکي: قومي مشر 'محمد عظیم مسلم جار' ووژل شو

له دې بریدونو او د جګړې له زیاتېدو سره سم، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع د ولایتونو له امنیه قوماندانونو سره خبرو کې ځانګړو پولیسو ته امر کړی، هغه ډلې وځپي، کومې چې د خلکو او نظام ضد یې وسله پورته کړې ده.

اوس اندېښنه پردې ده چې د جګړې او بې‌باورۍ په داسې یوه حالت کې به د سولې روانې خبرې، څه ډول پایله ولري؟ هغه پوښتنه چې د وخت په تېرېدو به ځواب شي.