امریکا حنیف اتمر ته د ایټالیا غونډې ته د ګډون بلنه ورکړه

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن له محمد حنیف اتمر سره

د امریکا متحدو ایالاتونو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن نن سې شنبه(د غبرګولي ۱۱مه) له محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې هغه ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له خوا په دې غونډه کې چې په را روانه میلادي میاشت کې په ایټالیا کې جوړېږي، د ګډون بلنلیک وسپاره.

په بیان کې راغلي چې اتمر او د وېلسن په افغانستان کې د سولې د هڅو د وروستیو پرمختګونو، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د بهیر او په راتلونکي کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام هم خبرې وکړې.

د بیان له مخې ښاغلي ویلسن د افغانستان او امریکا دوه اړخیزو امنیتي تړونونو ته د اشارې په ترڅ کې د افغانستان د امنیتي سکتور د ودې او په تېره د کابل د نړیوال هوايي ډګر په امنیت کې د امریکا د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.