په کابل کې د جرمني سفارت پر نوې ودانۍ کار روان دی

په کابل کې د جرمني سفارت

په کابل کې د جرمني سفارت وايي چې د دې سفارت پر نوې ودانۍ کار روان دی ځکه دا هېواد له افغانستان سره د مرستې پر ژمنه ولاړ دی.

د جرمني سفارت د ۲۰۱۷ میلادي کال د مې په ۳۱مه په یوه بې سارې لویه چاودنه کې چې له سلو زیات افغانان په کې مړه او سلګونه نور ټپیان شول، سخت زیانمن شو.

دې سفارت په خپله رسمي ټویټرپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د دې تروریستي حملې قربانیانو ته د درناوي لپاره د سفارت کار کوونکي پرون یوه دقیقه چوپه خوله شول.

په بیان کې راغلي چې جرمني په کابل کې خپل سفارت ځکه بیارغوي چې غواړي دلته پاتې شي او د افغانستان او افغانانو لپاره د سولې تګلارې ته دوام ورکړي.