د سولې افغان مرکچي پلاوي ځینې غړي دوحې ته ځي

د سولې د مرکچي پلاوي ځینې غړي

د افغانستان د دولت د سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دولت د مرکچي ټیم غړي له پوره چمتووالي او غښتلې ارادې سره د خبرو ځای ته ځي.

د دغه سفر په درشل کې د سولې مرکچي ټیم غړېو په کابل کې د سولې د کور د سازمان له استازیو سره لیدلي دي.

په ناسته کې ګډونوالو د مذاکراتي ټیم له غړیو وغوښتل چې په دایمي اوربند ټینګار وکړي، څو تاوتریخوالي او د وینې تویول ختم شي.

د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو په تېرو درېیو میاشتو کې د راپورونو پر اساس یواځې دوه واره سره لیدلي.

افغان دولت تل د اوربند په تامین ټینګار کړی، خو طالبان چې د بهرنیو ځواکونو په بشپړ وتلو ټینګار کوي وايي چې د وړ شرایطو تر ټینګښت مخکې ورته اوربند د منلو نه دی.