احمد خان: پاکستان افغانستان کې له پوځي لارې د واک ملاتړی نه دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره وکتل

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ته ویلي چې هېواد یې هېڅکله د ده په خبره په افغانستان کې له پوځي لارې د واک د ترلاسه کولو ملاتړ نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلي اتمر په پرونۍ لیدنه کې د سولې د خبرو د پیل لپاره د پاکستان د ژمنو په عملي کېدو ټینګار وکړ.


په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره له سیاسي او هر اړخیزو هڅو ملاتړ کوي.

په دې لیدنه کې د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزې ناستې هم بحث شوی چې د بهرنیو چارو زارت یې جزییات نه دي شریک کړي.

تمه ده دا ناسته پنجشنبه ترسره شي.