ایران: سعودي سره ګډ تفاهم ته د رسېدو په پار خبرې ښې روانې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده

ایران وايي، له سعودي عربستان سره ګډ تفاهم ته د رسېدو لپاره خبرې ښې روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۰مه) یوه کنفرانس ته وویل چې خبرې په ښه فضا کې روانې دي.

هغه وویل، هیله ده چې دا مذاکرات ایران او سعودي عربستان یوه ګډ تفاهم ته ورسوي.

خطیب زاده زیاته کړه، د فارس خلیج د سیمې د دوو غوره اسلامي هېوادونو تر منځ د کړکېچونو لېرې کول او د اړیکو احیا د دواړو ملتونو په ګټه ده.

تېره میاشت د رسنیو راپورونو ښکاره کړه چې ایراني او سعودي چارواکو په بغداد کې سره کتلي.

دا له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د ریاض او تهران لومړی لوړپوړې غونډه بلل شوې.

د سعودي او ایران اړیکې په ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته تر هغه خرابې شوې چې د سعودي په ډپلوماټیک ماموریت د ایراني مظاهره چیانو له خوا برید وشو او سعودي عربستان هم یو شیعه روحاني اعدام کړ.

د سعودي او ایران تر منځ له خبرو لومړی وار فایننشل ټایمز پرده پورته کړه.

خطیب زاده ویلي، لا وختي وه چې د دغو خبرو په اړه معلومات خپاره شي.