چارواکي: افغان ځواکونو په میدان وردک کې له یوه بېز 'تاکتیکي شاتګ' کړی

ارشیف، میدان وردک کې د افغان ځواکونو یوه پوسته

د میدان وردک والي عبدالرحمن طارق د سیداباد په ولسوالۍ کې له یوه بېز څخه د ځواکونو د تاکتیکي شاتګ خبر ورکوي.

ښاغلي طارق تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې د سیداباد ولسوالۍ د اکاخېلو په نوم د ملي اردو د یوه کنډک پر دوو کمربندي پوستو سهار مهال طالبانو بریدونه کړي و چې وروسته ځواکونو دا غوره وګڼله چې له دغه بېز څخه په شا شي.

ښاغلی ارین زیاتوي: ​"دغو سرتېرو خپل مهمات، وسلې او نور ټول شیان راایستلي او سیداباد ولسوالۍ مرکز ته راغلي دي."

په عین حال کې د میدان وردک د ولایتي شورا مرستیال شریف‌الله هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بېز ټول سرتېري چې هغه‌یې شمېر ونه‌ښود، وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم خپل لوري ته د دغه بېز د سرتېرو د تسلیمېدو پخلی کوي، خو د میدان وردک چارواکي دغه ادعا ردوي.