د ایران ځینو سیاسي تنظیمونو د ولسمشرۍ انتخاباتو د بایکاټ کېدو غوښتنه وکړه

د ایران د انتخاباتو لپاره د احمدي نژاد ترڅنګ د ایران د پارلمان پخواني رئيس او د ولسمشر د یوه مرستیال په شمول ۵۹۲ تنو ځانونه کاندید کړي وو، خو د دغه هېواد شورای نګهبان له ۷ تنو پرته نور ټول رد کړل.

د ایران د جمهوري غوښتونکو اتحاد، فدایان خلق او د ایران د جمهوري غوښتونکو پیوستون سیاسي تنظیمونو د دغه هېواد د جون میاشتې د ولسمشرۍ انتخاباتو د بایکاټ کېدو غوښتنه وکړه.

دې درېیو ګوندونو چې له ایرانه بهر مېشت دي، په یوه اعلامیه کې ویلي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون نه‌کوي.

دوی ویلي چې په ایران کې نه‌یوازې دا ځل، بلکې په تېرو دورو کې هم انتخابات ازاد نه‌و.

دوی ویلي چې راتلونکي انتخابات مخکې تر مخکې طراحي شوي او حتی د اوسني نظام ډېر نږدې کسان نه‌دي پرېښودل شوي چې ځانونه کاندید کړي.

تر دې وړاندې د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد هم اعلان کړی و چې د ولسمشرۍ انتخابات بایکاټ کوي.

د ایران د انتخاباتو لپاره د احمدي نژاد ترڅنګ د ایران د پارلمان پخواني رئيس او د ولسمشر د یوه مرستیال په شمول ۵۹۲ تنو ځانونه کاندید کړي وو، خو د دغه هېواد شورای نګهبان له ۷ تنو پرته نور ټول رد کړل.