د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل افغان سیال ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه

(ښی-کین) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې.

دا بلنه پرون په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د قریشي په استازیتوب ښاغلي اتمر ته رسولې.

قریشي داسې وخت خپل افغان سیال پاکستان ته وربللی چې په ورستیو څو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د سړېدو راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات په یوه اعلامیه کې ویلي چې له منصور احمد خان سره په ټیلیفوني خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پياوړتیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي چې ښاغلي اتمر له سفیر منصور احمدخان سره په خبرو کې دا ټینګار هم کړی چې له شته فُرصته باید په هېواد کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره کار واخیستل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر داسې وخت شنبه مازیګر د پاکستان له سفیر سره غږېدلی چې څو ساعته مخکې د دې هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له پاکستان سره د سړو اړیکو احوال ورکړی و او ویلي یې و چې طالبان د پاکستان نا اعلان شوې نیابتي جګړه مخته وړي.

ښاغلي محب د هغو خبرونو په ځواب کې چې ګواکې پاکستان له ده سره د وروستیو څرګندونو په غبرګون نور اړیکې نه‌پالي دا خبرې وکړې او ویې‌ویل چې که رسماً داسې څه پېښ شول بیا به د افغانستان دولت او ډپلوماتیک مراجع د پاکستان ځواب ووايي.