د هرات-خواف لارې په اوږدو کې چاودنې د عامه ساتنۍ تصدۍ ۶ سرتېري ووژل 

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ ته نږدې د افغان ځواکونو ګزمه

د هرات-خواف د لارې په اوږدو کې د ماین چاودنې د عامه ساتنۍ د تصدۍ ۶ امنیتي سرتېري وژلي دي.

د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډيو ته وویل، دا پېښه پرون په کهسان ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د دغو ساتونکو رنجر موټر د سړک غاړې پر خښ شوي ماین برابر شو.

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، ماین د طالبانو له‌خوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.