چارواکي: ننګرهار او پروان کې ماین چاودنو ۶ تنه وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د پروان چارواکي وايي، د کابل پروان پر لویه لار پر یوه موټر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

یوې امنیتي سرچینې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، په موټر کې د پروان د البیروني پوهنتون استادان او کار کوونکي ناست وو.

د پروان په امنیه قوماندانۍ کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چاودنه نن مازیګر څلور بجې د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې شوې ده.

که څه هم دی د ټپیانو شمېر ۱۲ ښيي، خو د پروان د ۱۰۰ بستري ملکي روغتون رئیس محمد قاسم سنګین دغه شمېر ۱۳ یادوي.

تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

نن د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې هم د ماین په چاودنه کې د دوو ملکیانو د وژل کېدو او یوه بل د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

دغه راز د لغمان مطبوعاتي دفتر وايي، وسله والو کسانو تېره شپه د مرکز مهترلام په ګومین سیمه کې د قاري غورځنګ په نوم یو ملا امام په ډزو وژلی دی.