محب د طالبانو وسله واله جګړه د پاکستان 'نااعلان شوې" جګړه وبلله

د ملي امنیت سلاکار،حمد الله محب

د ملي امنیت سلاکار، په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو روانه وسلواله جګړه، د پاکستان «نااعلان شوې» جګړه وبلله.

حمد الله محب دا خبره نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) په کابل کې، د امنیتي چارواکو په ګډ خبري کنفرانس کې وکړه: "دا له پاکستان سره یو نااعلان شوی جنګ دی. په افغانستان په دوامداره توګه د دوی مداخله پټه نه ده. ټولې دنیا ته څرګنده ده. موږ غواړو دا مساله له دوی سره د امنیتي همکاریو له لارې حل شي."

ښاغلي محب مخکې هم وسله وال طالبان د پاکستان په همکارۍ په افغانستان کې د جګړې په پرمخ بېولو تورن کړي وو، خو طالبانو او پاکستان دواړو دا تور رد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تېره اوونۍ ویلي، دوی له طالبانو سره اړیکې لري، خو کنټرول ورباندې نه لري.