چارواکي: کندهار کې د لمریزې برېښنا د یوې شبکې کار پای ته ورسېد

کندهار کې د لمریزې برېښنا شبکه

په کندهار ولایت کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا د یوې شبکې کار پای ته ورسېد.

د افغانستان د کلیو بیارغونې وزارت ویاند فریدون اژند نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) ازادي راډيو ته وویل، د دغې شبکې چارې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت په تخته پُل ولسوالۍ کې بشپړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، دغه لمریزه برېښنايي شبکه چې د ٤.٢ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی د ۱۲،۱۲ مېګا واټه لمریزې برېښنا د تولید توان لري.

د ښاغلي اژند د معلوماتو له مخې، په دې شبکه کې ٦٠ دانې ٢٧٥ واټه سولري تختې او ٣٦ دانې۲۰۰ امپیره بطرۍ نصب شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دغه پروژه کې تخنیکي او غیر تخنیکي کارګرو ته ٤٢٩ کاري ورځې رامنځته شوي دي او ١٠٣ کورنۍ ترې ګـټه پورته کوي.