د ایران ولسمشر د سوریې ولسمشر ته په انتخاباتو کې د بریا مبارکي ویلې

د سوریې ولسمشر بشالاسد

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سوریې ولسمشر ته د څلورمې ۷ کلنې دورې لپاره په انتخاباتو کې د بریا مبارکي ویلې.

د ایران د جمهوري ریاست د رسمي وېب پاڼې د خبر له مخې روحاني پرون- جمعه په یوه بیان کې د بریالیو انتخاباتو د ترسره کولو او د سوریې د ولسمشر په توګه د غوره کېدو په خاطر خپل نژدې متحد اسد ته مبارکي ویلې.

د سوریې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې اسد د مې په ۲۷مه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په سلو کې ۹۵ رایې ګټلې دي.

د اپوزیسیون ډلو او لویدیځو هېوادونو د سوریې انتخابات چې په دې هېواد کې د لس کلن کړکېچ له پیل راهیسې د دوهم ځل لپاره ترسره شول، د شرم وړ بللي او رد کړې یې دي.