اسراییلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې یو فلسطینی وواژه

ارشیف

اسراییلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د پرونیو(جمعه-د غبرګولي ۷مه) نښتو پر مهال یو ۲۸ کلن فلسطینی په ډزو وواژه.

د فلسطین د روغتیا وزارت پرون جمعه وویل چې دا ځوان د نابلوس د جنوب په یوه کلي کې د فلسطینیانو په قلمرو کې د یهودي مېشتځایونو د پراخولو پر ضد د اعتراضونو پر مهال د اسراییلي سرتېرو په مرمۍ په ټټر ولګېد.

د اسراییل پوځ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د یهودي مېشتځایونو د پراخولو پر ضد د اعتراضونو پر مهال ځینو فلسطینیانو اسراییلي سرتېري په ډبرو وویشتل.

د پنجشنبې په ورځ هم اسراییلي ځواکونو رام الله ته نژدې د اماري د کډوالو پر کمپ د برید په ترڅ کې یو فلسطینی وواژه.

په لویدیځ غاړه کې د دې تشدد راپور د غزې په تړانګه کې د اسراییل او د حماس ډلې ترمنځ له ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته ورکول کېږي. دا جګړه د مصر په منځګړیتوب د اوربند له نافذېدو وروسته پای ته ورسېده.