روغتیا وزارت: د کرونا د هندي بڼې د مواردو ټېسټ ته کیټونه نه لرو

ارشیف، کیټ

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د کروناویروس د هندي بڼې د مواردو د ټېسټ لپاره کیټونه نه لري.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې ښايي د کرونا د هندي بڼې مثبت موارد وي: "تر اوسه موږ د هندي بڼې تشخیصیه کیټ نه لرو خو یوازې د بریتانوۍ بڼې کیټ راسره شته او موږ دا بڼه تشخیص کړې، خو بیا هم دا خبره نه شو ردولای چې کېدای شي په هېواد کې د هندي بڼې نوې مثبتې پېښې هم وي."

ښاغلي علیزي هیله وښوده چې افغانستان به په راتلونکې کې د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته لازم کیټونه ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د کروناویروس د هندۍ بڼې د خپرېدو په اړه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې په هند کې د دې ویروس د مثبتو مواردو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغی.

په همدې حال کې د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري تېر ماښام ازادي راډیو وویل چې د کرونا د نوې څپې مخنیوي لپاره د ودونو د سالونونو د بندولو په ګډون یولړ نوي محدودیتونه عملا لګولي دي.

د عامې روغتیا وزارت پرون په یوه ورځ کې د هېواد په کچه د کورونا د ۹۷۷ نویو مواردو راپور ورکړ چې تر ټولو لوړه شمېره ده.