د کندز امام صاحب کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان 'همکار' ووژل شو

د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان او پخوانی جهادي شخصیت سلطان محمد همکار

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې نن له غرمې مخکې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان او پخوانی جهادي شخصیت سلطان محمد همکار د امام صاحب ولسوالۍ د قنچغې په سیمه کې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

مرادي زیاته کړه، ښاغلی همکار په امام صاحب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو د یوې درې سوه کسیزې ډلې مشري په غاړه درلوده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.