چارواکي: هلمند،دایکنډي او کاپیسا کې ۷ ملکیان وژل شوي

ارشیف

په هلمند او دایکنډي ولایتونو کې نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) امنیتي پېښو لږ تر لږه ۴ ملکیان وژلي او ځینې نور ټپیان کړي دي.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد ویلي، په ګرشک ولسوالۍ کې تېره شپه پر یوه کور د توغندي لګېدو ۳ ملکیان وژلي او ۶ نور ټپیان کړي دي.

بل خوا د ډایکنډي د پولیسو ویاند ګل اغا ساجدي ویلي، په پاتو ولسوالۍ کې یوه ماین هغه ملکي کس وژلی چې د خسو په ټولولو بوخت و.

پرون ماښام بیا په کاپیسا کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې ملکیان وژلي وو.

چارواکو نن ماسپښین د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې د یوه پولیس وژل کېدل او د دوو ماشومانو ټپي کېدل تایید کړي دي.

نن تردې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، افغان پوځیانو په تخار کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

طارق ارین نن په ټویتر کې لیکلي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د تخار په چاه­آب ولسوالۍ او څو نورو سیمو کې له طالبانو سره جګړه کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي او ۲۰ تنه نور یې ټپیان دي.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې تېره شپه د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د سرتېرو د هاوان مرمۍ د چاودنې په نتیجه کې ۲ کورونه تخریب او یوه ښځه وژل شوې ده.