د هانګ کانګ د دموکراسي پلوه رسنۍ مشر جیمي لای په ۱۴ میاشتې بند محکوم شو

د هانګ کانګ د دموکراسي پلوه رسنۍ مشر جیمي لای

د هانګ کانګ د دموکراسي پلوه رسنۍ مشر جیمي لای په ۲۰۱۹ میلادي کال په یوه یوه غونډه کې چې بې اجازې جوړه شوې وه، د ګډون په خاطر په ۱۴ میاشتې بند محکوم شو.

نوموړي ته دا سزا په داسې حال کې ورکړل شوه چې چین پر هانګ کانګ خپل کنټرول او د دې سیمې د خلکو د حقونو او ازادیو د محدودولو هڅې ډېرې کړي دي.

لای او ۹ تنه نور دموکراسي پلوه نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) د ۲۰۱۹ میلادي کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه چې د چین ملي ورځ وه، په یوه حکومت مخالف اعتراض کې د ګډون په خاطر محکوم شول.

۷۳ کلن لای له مخکې لا بندي دی او په هماغه کال په نورو اعتراضي غونډو کې د ګډون په خاطر په حبس کې دی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې چارواکو د لای شتمنۍ کنګل کړې

لای چې ملیاردر دی، باید د مخکینیو او اوسنیو سزاوو په خاطر شل میاشتې په بند کې تېرې کړي.

دی باید د ملي امنیت د قانون پر اساس له دوو نورو تورونو سره هم مخامخ شي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې چارواکو د لای شتمنۍ کنګل کړې. دوی د لای اپل ورځپاڼه هم مصادره کړه چې د هانګ کانګ او چین پر مشرانو نیوکې کوي.

هانګ کانګ چې پخوا د بریتانیا مستعمره وه، د یو هېواد او دوو سیستمونو د اصولو پر اساس اداره کېږي. د دې معنی دا ده چې دا سیمه خپل جلا عدلي سیستم او حقونه لري چې په هغو کې د بیان او مطبوعاتو ازادۍ هم شاملې دي.