تمه ده اسټرالیا به نن جمعه کابل کې خپل سفارت موقتاً بند کړي 

ارشیف، د افغانستان او اسټرالیا ګډ بیرغونه

د ځینو راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې استرالیا به نن جمعه(د غبرګولي ۷مه) په کابل کې خپل سفارت موقتاً بند کړي.

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن د سې شنبې په ورځ ویلي و چې دا اوونۍ به د احتمالي امنیتي ستونزو له امله په کابل کې د خپل هېواد د سفارت دروازې بندې کړي، خو تمه لري چې سفارت یې په افغانستان کې د اوږدې مودې په مخه بند پاتې نه شي.

اسټرالیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په خاطر اندېښنه لري چې امنیتي وضعیت ممکن نور خراب شي.

اسټرالیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې شااوخوا اتیا سرتېري لري چې له نورو نړیوالو ځواکونو سره یې وتل پيل شوي دي او ټاکل شوې ده چې د سېپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

که څه هم په وروستیو اوونیو کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه زیات کړي دي، خو د دې ډلې ویاند محمد نعیم د اسټرالیا تر اعلان وروسته وویل چې دوی له بهرنیو دیپلوماتانو سره کار نه لري او هغوی ته خوندي چاپيریال برابروي.