افغانستان: د مصر لوی مفتي د افغان سولې په اړه فتوا صادره کړه

د مصر لوی مفتي 'شاوکي ابراهیم عبدالکریم اعلام'

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وايي، د مصر لوی مفتي 'شاوکي ابراهیم عبدالکریم اعلام' په افغانستان کې د سولې په اړه فتوا صادره کړې ده.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مصر د ستر مفتي له قوله راغلي چې سوله د اسلام یو مهم اصل دی، خو په افغانستان کې سولې ته له دې سره سره لږ پام شوی چې په خپله اسلام سولې ته وايي.

ده همدا راز ویلي چې په اسلام کې د انسانانو د خوندیتوب لپاره د ګڼو مقرراتو یادونه شوې او همدا دلیل دی چې اسلام پر نورو حمله، د نورو روغتیا ته خطر پېښول او یا د نورو بېرول منع کړي دي.

د مصر مفتي زیاته کړې چې اسلام د یوه انسان وژل د درست بشریت وژل بللي او حتي د انسان قتل یې د خدای د کور یعني جومات تر ورانولو هم ناوړه عمل بللی دی.

په دې وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان، اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو دیني عالمانو هم په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف فتواوې صادرې کړي، خو تر اوسه پورې دغو فتواوو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.