افغان چارواکو د مؤقتې مودې لپاره د ودونو د هوټلونو فعالیت وځنډاوه

ارشیف، کابل کې یو هوټل

افغان چارواکو د کرونا وبا د خورېدو د مخنیوي په هدف د مؤقتې مودې لپاره د ودونو د هوټلونو فعالیت وځنډاوه.

کابل ښاروالۍ د یوې ابلاغیې په خپرولو نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) وویل چې دا پرېکړه د دولت د کابینې له خوا شوې او تر دوهم امر پورې دې دغه هوټلونه تر راتلونکې اوونۍ پورې نه ریزرف کېږي.

په دې ابلاغیه کې راغلي چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې ډېری پېښې له همدې هوټلونو څخه سرچینه اخلي، ځکه خلک ټولنیز واټن او د روغتیا وزارت سپارښتنې نه مراعاتوي.

د افغانستان د روغتیا وزارت په دې وروستیو کې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو د ډیرېدو او له همدې ناروغۍ څخه د خلکو د مړه کېدو خبرداری ورکړی دی.

دغه وزارت له خلکو په کلکه غواړي چې روغتیایې سپارښتنې یې جدې وګڼي او له دې وبا ځان او نور خلک وژغوري.