جلال اباد کې چاودنې د کامې د ولسوال په ګډون ۳ تنه ټپیان کړل

جلال اباد کې شوې چاودنې د کامې ولسوال ټپي کړ

په ننګرهار کې چاودنې د کامې د ولسوال په ګډون درې تنه ټپیان کړل.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید خان ازادي راډیو ته وویل چې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) سهار شااوخوا اته بجې او ۱۵ دقیقې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند دامان سيمه کې د کامې د ولسوال شریف الله فضلي په موټر پسې نښلول شوي ماين چاودنه کړې چې له امله یې خپله ولسوال او د ده دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

د فریدخان په خبره، د دوی د معلوماتو له مخې، ولسوال له کوره کامۍ ولسوالۍ ته دندې ته پر لاره و چې چاودنه پرې وشوه.

هغه زیاته کړه چې درې واړه ټپیان تر درملنې لاندې دي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د دې پېښې مسوولیت تراوسه چا نه دی اخېستی.