نیویارک ټایمز: پنټاګون له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو بهېر ګړندی کوي

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، پنټاګون له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو بهېر ګړندی کوي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې د یو شمېر امریکایي پوځي چارواکو له قوله لیکي: امریکایي او د ناټو ځواکونه غواړي چې د جولای د میاشتې تر نیمایي پورې له افغانستانه ووځي.

دا به له هغې نېټې څه باندې دوه میاشتې مخکې وي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او له دې هېواده د ټولو امریکایي ځواکونو د اېستلو لپاره د سېپټمبر ۱۱مه وروستۍ نېټه اعلان کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

له افغانستانه په بېړه د ځواکونو اېستل به متحده ایالات له لویو نه حلېدونکو مسایلو سره مخامخ کړي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د امریکا دفاع وزارت تراوسه نه دی توانیدلی چې دا مساله روښانه کړي چې له افغانستانه د ځواکونو په وتلو سره به په څه ډول د القاعده په څېرد ترورېزم د ګواښونو پر وړاندې مبارزه مخته وړي.

د دفاع وزارت چارواکو همدا شان تر اوسه له خپلو متحدانو سره یوه هوکړه چې امریکایي ځواکونو په نږدې کومو هېوادونو کې ځای پرځای کړي، نه ده ډاډمنه کړې.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، امریکایي چارواکو تر اوسه دې پیچلې پوښتنې ته هم ځواب نه دی موندلی چې ایا امریکایي جنګي الوتکې لکه ریپرډرونز د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ وکړي، څو دغه ځواکونه وکولای شي چې د طالبانو له خوا د ښارونو د نیولو ګواښ له منځه یوسي.

  • ایکانومېسټ ټایمز

هندي ایکانومېسټ ټایمز ورځپاڼه د افغانستان ګاونډیانو ته د طالبانو د ګواښ په اړه لیکي، طالبانو دغه ګواښ د دې لپاره کړی چې د افغانستان ګاونډیان په خپله خاوره کې د امریکا پوځي اډو ته اجازه ورنه کړي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا ډول یو اقدام به تاریخي تېروتنه وي او که دا کار وشي دوی به غلې پاتې نه شي.

د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته د افغانستان څو ګاونډیانو د امریکا متحدو ایالاتونو ته اجازه ورکړه چې له اډو یې کار واخلي.

په دې ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د رسنیو هغه راپورونه چې ګواکې هېواد یې له امریکا سره یوه معامله کړې، رد کړل.

افغانستان ته نږدې د امریکایي ځواکونو د پوځي اډې خبره په دې وروستیو کې وروسته له هغې راپورته شوې چې امریکایي چارواکو وویل ، له افغانستانه وتل دا معنی نه لري چې متحده ایالات له سیمې ووځي.