صالح طالبانو ته: حاضر یو چې اوربند وکړو د جګړې پرځای جرګې ته لاړ شو

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ. امرالله صالح پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۵مه) په خوست کې یوې ولسي غونډې ته د خبرو پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي.

نوموړي وویل: "حاضر یو چې سر له سبا اوربند اعلان کړو، د جګړې د ډګر پر ځای د جرګې ډګر ته ورشو او خبرې اترې وکړو."

طالبانو پخوا ویلي و چې کله د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي نو د اوربند پرسر به هم یوې موافقې ته ورسېږي، خو اوس اوربند نه کوي.

تېر اختر طالبانو د اوربند وړاندیز وکړ چې افغان دولت هم تایید کړ او د درېیو ورځو په مخه پرته له یو څو چاودنو چې د افغانستان په ځینو سیمو کې وشوې، د پراخو جګړو او نښتو راپورونه خپاره نه شول.