په ارزګان کې د شفلوغ بند د جوړولو چارې پیل شوې

ارزګان کې د شفلوغ بند

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې په ارزګان کې یې د شفلوغ بند د جوړولو چارې رسماً پیل کړې.

د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې پر دغه بند پرون سې شنبه ( د غبرګولي په۴مه) کار پیل شو.

دا پروژه چې اوس مهال یې د جیوتکنیکي مطالعاتو لپاره په ساحه کې کیندنه پیل شوې، د ملي پراختیا شرکت له خوا پلې کېږي.

د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به ۱۷۵ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.