امریکا کې د لویانو نیمایي برخه د کرونا ضد واکسین شوي

ارشیف، امریکا کې یو تن د کرونا ضد واکسین کوي

په امریکا کې د لویانو نیمایي برخه یې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې بشپړ واکسین شوي چې دا د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې یو مهم پرمختګ دی.

په عین حال کې په متحدو ایالاتونو کې د کرونا نوې پېښې او له امله یې د مړینو شمېر هم مخ په کمېدو دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د جولای تر۴مې پورې به د امریکا د نفوس د لویانو د برخې په سلو کې اویا یې لږ تر لږه د کرونا ضد یو ډوز واکسین ترلاسه کړي. په اوس وخت کې دا شمېره په سلو کې ۶۲ ده.

له دغه پرمختګ سره هم مهاله موډرنا کمپنۍ پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) اعلان وکړ چې د نوې څېړنې نتیجې یې ښیي چې واکسین یې تر ۱۲ کلونو پورته ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره خوندي او اغېزمن دی.

په امریکا او کاناډا کې د فایزر او بایونټیک واکسین ته اجازه ورکړل شوې

تر اوسه په امریکا او کاناډا کې د فایزر او بایونټیک واکسین ته اجازه ورکړل شوې چې له اتلسو کلونو کم عمره ماشومانانو او تنکیو ځوانانو ته ورکړل شي. اروپایي ټولنه هم تمه کوي چې په را روانو اونیو کې دې اجازه ورکړي چې تر اتلسو کلونو لاندې وګړو ته د همدې فایزر – بایونټیک واکسین بهیر پیل شي.

په اروپا کې د کرونا ضد واکسینونو کمپاین چې په لومړیو کې ډېر ورو روان و، په دې وروستیو کې ګړندی شوی او له دې سره په یوه وخت هم په ډېرو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ له امله لګول شوي محدودیتونه په نرمېدو دي.

د هغو اسنادو له مخې چې پرون سې شنبې اروپایي مشرانو ته وړاندې شول، دا ټولنه تمه کوي چې څه باندې یو میلیارډ ډوزه واکسین به د سېپټمبر د میاشتې ترپایه ترلاسه کړي.

دا کافي واکسین دی چې دا ټولنه پرې تر دې نېټې پورې ټول د واکسین مستحق کسان واکسین کړي.

اروپا کې د کرونا ضد واکسینونو کمپاین په لومړیو کې ډېر ورو روان و

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې اروپایي ټولنه ټاکلي هدف ته د رسېدو په لاره ده او زیاته یې کړه چې که دغه بهیر په همدې ډول دوام وکړي نو به وکولای شي ټولنې په خوندي ډول بېرته پرانېزي.

اروپایي ټولنه دغه راز تمه کوي چې د روان کال ترپایه ۴۲۵ میلیونه ډوزه نور واکسین هم ترلاسه کړي چې په دې سره به ټول هغه واکسین چې دا ټولنه یې ترلاسه کوي، یو نیم میلیارډ ډوزو ته رسېږي.

اروپایي ټولنه همدا شان په پام کې لري چې سل میلیونه ډوزه واکسین د روان کال تر پایه هغو هېوادونو ته په وړیا توګه ورکړي چې ورته سخته اړتیا لري.

دیرلاین په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې اروپایي ټولنه ټاکلي هدف ته د رسېدو په لاره ده

د روغتیا نړیوال سازمان نن چهارشنبه (د غبرګولي ۵مه) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس هغه نوې بڼه چې په هند کې پیدا شوې، اوس د نړۍ په ۵۳ هېوادونو او ځایونو کې ثبت شوې ده.

په هغه راپور کې چې نن خپور شوی ویل شوي چې د ویروس دغه نوې بڼه په چټکۍ سرایت کوي، خو د ناروغۍ د شدت او د سرایت خطرونه یې تر څېړنې لاندې دي.

په هند کې چې د ویروس د دغې نوې بڼې پېښې ډېرې زیاتې شوې وې، د تېرو ۲۴ ساعتونو نتیجې ښیي چې د دغه ویروس نوې پېښې په وروستیو نژدې ۶ اونیو کې په متوسط ډول د ورځې تر ټولو ټیټې کچې ته رالویدلي دي، خو په دې هېواد کې د واکسین کمی په خپل حال پاتې دی.