د ایران نګهبان شورا انتخاباتو ته د ۷ کاندیدانو نوماندي تایید کړه

د نګهبان شورا ویاند عباس علي کدخدایي

د ایران نګهبان شورا د راتلونکې میاشتې ولسمشریز انتخاباتو ته د ۷ کاندیدانو نوماندي تایید کړې او د ځینو راپورونو له مخې دې سخت دریخې شورا د یو شمېر پېژندل شوېو څېرو نومونه حذف کړي دي.

دولتي ټلوېزیون د نګهبان شورا د ویاند په وینا نن سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) خبر ورکړ چې له نژدې ۵۹۰ کسانو یوازې اووه تنه تایید شوي دي.

د نګهبان شورا ویاند عباس علي کدخدایي د دې اوو کسانو نومونه یاد نه کړل او څرګنده یې کړه چې وروسته به یې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړي.

نیمه دولتي اژانس، فارس پرون خبر ورکړ چې نګهبان شورا د علي لاریجاني نوم لېرې کړی دی، دی یو منځلاری کس و چې پخوا د پارلمان رئیس و، همدې اژانس د یو شمېر سرچینو په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي دي چې د اوسني مرستیال ولسمشر اسحاق جهانګیري نوم هم د نوماندانو له لېسته حذف شوی دی، همدا راز د پخواني سخت دریځه ولسمشر محمود احمدي نژاد نوم له لېسته لېرې شوی دی.

د ایران د ولسمشرۍ انتخابات د جون په اتلسمه دي.