لغمان چارواکي: افغان ځواکونو ۱۹ طالبان وژلي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

په لغمان ولایت کې افغان ځواکونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۹ طالبانو د وژلو او له طالبانو څخه د یو شمېر سیمو د نیولو ادعا کوي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند مقصود اغا ازادي راډیو ته وویل: "د مرکز پاټک، ابوزیي او قله ټک سیمې د الینګار ولسوالي شیخ صاحب او د الیشنګ ولسوالۍ دوملام سیمې له وسله والو طالبانو څخه پاکې شوي دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته په رااستولي بیان کې ویلي دي چې دوی ټولې هغه سیمې ساتلي دي چې په تېرو څو ورځو کې یې نیولي دي.

روانه اوونۍ طالبانو د لغمان پر مرکز مهترلام پراخ بریدونه وکړو چې بیا کومانډو ځواکونه سیمه ته واستول شول او د لغمان په مرکز کې اوس امنیتي وضعیت عادي دی.