امریکا کې د کرونا مثبتې پېښې تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټې شوي

ارشیف، د نیو یارک ښار یوه څنډه

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو شمېر د تېر یوه کال تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د دې هېواد په سلو کې شاوخوا شپېته وګړو ته د کوروناضد واکسین لږترلږه یو دوز ورکړل شوی دی.

په امریکا کې په تېرو اوو ورځو کې د نویو مواردو شمېر له ۱۸۰ زرو او د دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر په روانه اونۍ کې له څلوروزرو څخه راټیټ شو.

خو برعکس په آسیا او په تېره په هند کې د دې ویروس د نویو مواردو د زیاتېدو له کبله اندېښنې په زیاتېدو دي. په هند کې پرون په دې ویروس د اخته کېدو له کبله د مړو کسانو شمېر له درې لکو واوښت. په ټایوان او ویتنام کې چې د کورونا ویروس د نویو مواردو شمېر زیات شوی هم د دې ناروغۍ پرضد مبارزه چټکه شوې.

په اروپا کې هم د کورونا د مثبتو مواردو شمېر په کمېدو دی ځکه اروپايي هېوادونو د امریکا په څېر د واکسین کمپاین پراخ کړ. د اروپا کوچنی ټاپو مالتا، خپلو په سلو کې اویا وګړو ته د کورونا ضد واکسین د لږترلږه یو دوز په ورکولو سره د دې وچې لومړی هېواد شو چې د دې ویروس پر وړاندې یې خپل خلک تر ډېره مصوون کړل.