دفاع وزارت وایي، هلمند کې یې د القاعده شبکې ۱۳ غړي وژلي

هلمند کې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې ۱۳ غړي ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت وایي، هلمند کې یې د القاعده شبکې ۱۳ غړي وژلي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر دې کسانو پرون دوشنبه (د غبرګولي په ۳مه) له غرمې وروسته د خانشین ولسوالۍ په پوپلزو سیمه کې هدفي عملیات وشول.

د فاع وزارت ویلي، د القاعده دا غړي د دې شبکې د هند د نیمې لوې وچې له څانګې څخه وو چې د ماینونو په جوړولو کې یې مهارت درلود او سخت دریځو ته یې د دشپې لید په اړه روزنه ورکوله.

د دې خبر نور جزئیات نه دي خپاره شوي او خپلواکو سرچینو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې بیا طالبانو په وار-وار ویلي چې افغانستان کې د القاعده غړي اوس فعالیت نه لري.