د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته خپل سفر د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند د ډاډمنېدو په هدف پیل کړی دی.

بلېنکن به څلورو هېوادونو ته ولاړ شي او د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتانیاهو، د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د اردن له پاچا عبدالله سره به وګوري.

د امریکا ولسمشر جوبایډڼ ویلي، د بلېنکن سفر د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له درېدو او اوربند وروسته د سیاسي هڅو په هدف ترسره کېږي.

ټاکل شوې بلېنکن د دغه سفر پرمهال د غزې له جګړه ځپلو خلکو سره د مرستې اعلان هم وکړي.

حماس ډله او اسراییلیان ۱۱ ورځې سره وجنګېدل چې وروسته د مې په ۲۱مه یوه اوربند ته سره ورسېدل.

دې جګړه کې د فلسطین خوا ته شااوخوا ۲۵۰ تنه ووژل شول. اسراییل هم ویلي چې جګړه کې د دوی ۱۲ تنه وژل شوي دي.