د لغمان والي: شااوخوا ۱۰۰ پوځي منسوبین د وظیفوي غفلت له کبله زنداني شول

د لغمان والي رحمت‌الله یارمل

د لغمان والي وايي، د دغه ولایت شااوخوا ۱۰۰ تنه پوځي منسوبین د وظیفوي غفلت له کبله زندان ته اچول شوي دي.

د لغمان مطبوعاتي دفتر د والي رحمت‌الله یارمل په وینا ازادي راډیو ته ویلي چې په دغو کسانو کې د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال په ګډون ګڼ لوړپوړي نظامي کسان شامل دي.

په لغمان کې دغه نظامي کسان په داسې حال کې زنداني کېږي چې په دې وروستیو کې د لغمان امنیتي وضعیت د خلکو اندېښنې راپارولي.

له تېرې شپې د لغمان په ځینو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو تر ډله‌ییزو بریدونو وروسته پوځي عملیات پیل شوي دي.