اشرف غني: امریکا مخ نه‌دی اړولی او له افغانستان سره‌یې همکاري دوام لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي امریکا ترې مخ نه‌دی اړولی او له افغانستان سره‌یې همکاري دوام لري.

ښاغلي غني دا خبره د واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

هغه زیاته کړې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ورسره خبرې کړې دي.

د ولسمشر د مرکې ځینې برخې د ارګ له‌خوا یکشنبه ناوخته خپرې شوي.

هغه دا هم ویلي که طالبان سوله ونه‌کړي، نه‌یوازې افغان پوځ، بلکې افغانان به‌یې هم په مخ کې ودرېږي.

د مرکې په یوه برخه کې ولسمشر غني هغه امکان نه‌دی رد کړی چې که وضعیت له کنټرول ووځي د امریکا کورنی امنیت به هم له ګواښ سره مخ شي.