په لغمان کې د افغان پوځي او امنیتي چارواکو په مشرۍ د عملیات دوام

ارشیف، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه

په لغمان کې د افغانستان دفاع وزارت سرپرست او د افغان پوځ د لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا په مشرۍ پوځي عملیات روان دي.

ښاغلي ضیا یکشنبه ماښام له لغمانه په یوه وېډیويي پيغام کې وویل ځینې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې وې، خو د تازه دمه پوځیانو په رسېدو مخالفینو ته درنه مرګ‌ژوبله اړول شوې.

ښاغلی ضیا زیاتوي: ​"د قوتونو په رارسېدو دښمن قوي ضربې ولیدلې. په ښار کې کومه اندېښنه نه‌شته. د ملي امنیت له لومړي مرستیال او والي سره مو په ګډه له زندانه ولیدل. اوس هم پوځیان د مهترلام او الینګار په مسیر کې عملیات لرو او دښمن تلفات لیدلي دي."

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار شاوخوا، الینګار او دولت‌شاه ولسوالیو کې له شاوخوا یوې اوونۍ د افغان پوځ او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د درنې جګړې راپورونه راځي.

دفاع وزارت وايي د یکشنبې په ورځ‌یې په لغمان کې ګڼ کمانډو ځواکونه ځای پر ځای کړي او طالبان به بریدونو ته پرېنږدي.

وسله‌والو طالبانو هم د لغمان په جګړه کې افغان پوځ ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا کړې.