ارزګان چارواکي: ډاکټرانو په غلطو پیچکاریو دوه ماشومان وژلي

د ارزګان ولایتي روغتون

د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې ډاکټرانو دوه ماشومان وژلي دي.

د ارزګان ولایت د امینه قوماندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې سرپرست مدیر څارمن خیر محمد کریمي نن یکشنبه (د غبرګولي په ۲مه) ازادي راډيو ته وویل، دا پېښه تېره شپه د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د نرسانو او ډاکټرانو د غلطو پیچکاریو لګولو له امله رامنځته شوې ده.

دی وايي: "دغه ماشومان هر یو ۶-۷ کلن وو، ډاکټر ورته ستنې لیکلې وې، ښځینه ډاکټرانو یا نرسانو ورته پیچکارۍ لګولې وې چې ماشومانو خپل ژوند له لاس ورکړ، د دې پېښې په اړه موږ درې روغتیایي کارکوونکي نیولي، یو ډاکټر او دوه نرسانې دي."

کریمي وايي، د ډاکټرانو تر څنګ د وژل شوېو ماشومانو د کورنۍ د غړو څخه هم څېړنه کړې او موضوع تر څار لاندې ده.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي هم دا مسله تاییدوي وايي، دغه ماشومانو د شري ناروغي لرله چې د ډاکټرانو له لوري ورته پریسټامول ستنې لګېدلې وې او وروسته ماشومانو ژوند له لاس ورکړی وو.

توخي دا هم مني چې یادو ډاکټرانو دغه ستنې په غلطۍ ماشومانو ته لګولي او ماشومانو ژوند له لاس ورکړی دی.