کندز کې د ګلانو روزنه وده کړې؛ پلورونکي یې: لسګونه کسان په کار بوخت شوي

کندز کې د ګلانو مینه وال زیات شوي

په دې وروستیو کلونو کې په کندز کې د خلکو ترمنځ د ګلانو د روزنې فرهنګ وده کړې او دا مهال په دې ولایت کې ګڼ شمېر کسان له همدې لارې خپلو کورنیو ته نفقه ګټي.

د دې ولایت ګل پلورونکي وايي، دوی په خپلو ګُلخانو کې په لسګونه کسانو ته د کار بوختیا هم برابره کړې ده.

د کندز ښار د چله مزار سیمه کې یو کلی د ګل فروشان په نوم یادیږې، دا سیمه د دې ښار ختېځ لور ته موقعیت لري او ډېری اوسېدونکې یې د ګُلخانو ترڅنګ د هر ډولو میوو باغونه هم لري.

د دې سیمې ۵۰ کلن عبدالحکیم کندز ښار کې د ګلونو او نیالګیو په مارکیټ کې د تازه ګلونو دکان لري وايي، له ۳۰ کلونو راهېسې د ګلانو د روزنې او پلورنې کاروبار لري: "د ګلانو پیر او پلور ښه دی. داسې ګلانو لرو چې له پنځوسو افغانیو څخه نیولی تر ۵ زره افغانیو پورې بیه لري، لسګونه ډوله ګلان موجود دي، ځینې له اسیايي او اروپايي هېوادونو راوړل شوي، ټایګر، ملکه شب، لیلی او مجنون، هندي جریبن، لنتنا، وطني جریبن، هالنډي او ټایلندي جریبن او فرشي ګلان موږ سره شته."

۵۰ کلن عبدالحکیم کندز ښار کې د ګلونو او نیالګیو په مارکیټ کې د تازه ګلونو دکان لري

دی وايي، له نورو ځایونو لکه ننګرهار، کابل او ان ایران څخه هم ګلان راوړي.

د عبدالحکیم دکان ته مخامخ ۶۵ کلن محب الله خان هم له لسیزو راهېسې د ګلانو کاروبار کوي وايي: "موږ ته له پلاره د نیالګیو او د ګلونو روزنه په میراث پاتې، چېرې مې چې ښه ګل لېدلی راوړی او نسل مې ورڅخه اخیستی. هر رنګ ګلان له ماسره شته، د ګلان پیوند هم کوم، په یو بوټې کې ۷ رنګه ګلان پیوندوم. زه ۹ بیسوې ځمکه لرم ټوله ګلخانه ده."

نوموړی وايي، په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د ګلانو د روزنې مېنوال زیات شوي او د دوی کار و بار هم ورسره وده کړې ده.

کندز کې د ګلانو د روزنې مېنوال زیات شوي

د کندز ښار د تازه ګلونو پلورلو مارکیټ ته هر ورځ په سلګونه کسان راځي او د خپل د خوښې ګلان پیري له دوی یو هم ۴۰ حبیب الله دی وايي، د ګلانو روزنه د چاپېریال د ښکلا او سمسورتیا سربېره د انسان صحت ته هم ګټه رسوي.

۳۰ کلن محمد هارون بیا وايي، د ګلانو روزنه خفګان له منځه وړي او انسان ته خوښې وربښي: "کندز کې ښه او ښکلي ګلان دي، غواړم خپل کور او چاپيریال ښايښته وساتم. ټول ځوانان کوښښ کوي چې خپل وطن ښایسته کړي او ښایسته یې جوړ کړي."

په کندز کې د چاپېریال ساتنې د ادارې چارواکي هم وايي، په دې وروستیو کلونو کې دې ولایت کې نه یوازې د ګلانو د روزنې او ساتنې فرهنګ وده کړې، بلکې د ګڼ شمېر خلکو لېوالتیا او پام د چاپیریال سمسورتیا ته زیاته اوښتې.