بدخشان کې نښتې؛ درایم او وردوج کې ۱۰ طالبان او ۴ پاڅون کوونکي وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د بدخشان ولایت

د بدخشان چارواکي، د دې ولایت په درایم او وردوج ولسوالیو کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو د طالبانو په بریدونو کې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولسوالیو کې د طالبانو د تېرې شپې بریدونه د ولسي پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخامخ شول. د هغه په وینا د دغو بریدونو او نښتو په پایله کې لس طالبان او د ولسي پاڅون کوونکو څلور غړي وژل شوي دي.

خو د بدخشان اوسیدونکي په درایم کې د ولسي پاڅون کوونکو د ۶ او په وردووج کې د ۳ غړیو د وژلو خبره کوي.

د افغانستان په روانه جګړه کې ښکېل لوري تل یو بل ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعاوې کوي چې په خپلواکه توګه یې تایید ګران کار دی.