اسلام کلا کې د وروستۍ اورلګېدنې د تاوان ورکولو تګلاره تایید شوه

په اسلام کلا ګمرک کې وروستۍ اورلګېدنه

د هرات ولایت په اسلام کلا ګمرک کې د وروستۍ اورلګېدنې د تاوان ورکولو تګلاره د حکومت له خوا تایید شوه.

جمهوري ریاست پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دغه راپور چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امر الله صالح له خوا پرونۍ غونډې ته وړاندې شو، تایید او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په هغه اور لګېدنه کې زیانمنو شوېو کسانو ته د تاوان د ورکړې موضوع تعقیب کړي.

په دې ګمرک کې د سلواغې/ دلوې پر ۲۵ مه اور ولګېد چې د سلګونو بار وړونکو موټرو او ټانکرونو د سوځېدو سبب شو.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویلي، د اورلګېدنې د زیانونو اندازه تر ۵۰ میلیونو ډالرو زیات دی.

تر هغې پېښې وروسته زیانمنو شوېو کسانو د څو ورځو لپاره تحصن وکړ او له حکومته یې د زیانونو د جبران غوښتنه وکړه.