دفاع وزارت: د میدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات روان دي

آرشیف، افغان سرتیري

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات د ځمکې او هوا له لارې روان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن شنبه (د غبرګولي ۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره سوکه او په احتیاط سره ترسره کېږي: "زموږ سرتېري د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې شته. زموږ عملیات له ځمکې او هوا څخه په ډېر احتیاط او دقت ترسره کېږي، څو ملکي وګړي او د خلکو کورونه زیانمن نه شي."

جلرېز ولسوالي پرون (جمعه-د غويي ۳۱مه) د طالبانو په لاس سقوط شوه، خو په وروستیو څو ورځو کې طالبانو د میدان وردګو نرخ، د لغمان دولت شاه او د بغلان بُرکه ولسوالۍ هم د درنو جګړو په پایله کې ونیولې.

دفاع وزارت وايي چې د دې ټولو ولسوالیو د نیولو لپاره عملیات روان دي.